تهران اعلان کړی چې د هنیه د ترور په وړاندې د ځواب ویلو حق خوندي ګڼي او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا د هغوی مشروع حق دی.
طرز پرس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني، دغه څرګندونې د مصر د بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې کړي او ټینګار یې کړی چې د هنیه د ترور په وړاندې ځواب ورکول د دوی مشروع حق دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د علي باقري کني له قوله لیکلي: «ایران خپل مشروع حق د اسماعیل هنیه د ترور په وړاندې د مشروع ځواب ورکولو لپاره خوندي ګڼي.» بل پلو امریکا او اروپایي هېوادونه په سیم کې د کړ کېج د کمولو هڅې کوي او متحده ایالاتو اعلان کړی چې د اسراییل پر وړاندې د برید د پایلو په اړه یې د خپلو منځګړو له لارې له وړاندې تهران ته خبرداری ورکړی دی.
تهران: موږ د اسماعیل هنیه د ترور په وړاندې د مشروع ځواب حق خوندي ګڼو
طرز پرس
28 اسد 1403