سپاه پاسداران: اسماعیل هنیه د هوا له لارې د توغندي په برید کې ووژل شو

طرز پرس

10 اسد 1403

Ismail-Haniyeh-Net-Worth-5-Million-768x576.jpg

د فلسطین د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې ووژل شول. د ایران پوځ سپاه پاسداران اعلان وکړ چې اسماعیل هنیه "د تهران په شمال کې په یوه ځانګړي استوګنځي کې اوسېده چې د هوا له لارې د توغندي په واسطه ووژل شو."
له بلې خوا حماس هم په تهران کې د خپل د سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل تایید کړل او اسراییل ته یې په ګوته نیولو خبرداری ورکړ چې "بې ځوابه به پاتې نه شي".
د حماس له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې هنيه په تهران کې د اسراييل له لوري د "هدفي بريد" له امله وژل شوى دى. اسماعیل هنیه د مسعود پزشکیان د لوړې مراسم کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و. نوموړي تر وژل کېدو مخکې د ایران له نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي. پزشکیان له هنیه سره په کتنه کې ويلي وو چې له دغه سازمان سره د ایران ملاتړ به په "ډېر قوت او قدرت سره دوام ومومي."
تر دې یوه ورځ مخکې هنیه په تهران کې د ایران له مذهبي مشر علي خامنه يي سره هم وکتل. هغه له خامنه يي سره د کتنې پر مهال د غزې د جګړې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې جګړه یوه حساس او تاریخي پړاو ته رسېدلې ده.