متحده ایالات وايي، هېڅ تمه نه لري چې د ایران د نوي ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان ټاکنه به د تهران په بهرنی سیاست کې د بنسټیز بدلون لامل شي او یا هم دغه هېواد د خپلو ایراني وګړو حقونو ته درناوی وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانت پاټېل د دوشنبې په ورځ د جولای۲۹مه، په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې دوی به د ایران د نوي ولسمشر په اړه د هغه د کړنو پر اساس قضاوت وکړي، نه د خبرو پر اساس. پټیل زیاتوي: "موږ به د ایران نوی ولسمشر د هغه د کړنو پر اساس قضاوت کړو، نه د هغه د خبرو او یا د ښه اړیکو جوړولو لپاره د هغه د ادعاوو پر اساس."
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې مسعود پزشکیان د ایران د نوي ولسمشر په توګه ډېر ژر د لوړې مراسم ترسره کړي. تهران طالبانو ته هم په دې مراسم کې د ګډون بلنه ورکړې ده. که څه هم مسعود پزشکیان د بهرني سیاست په برخه کې په مستقیمه توګه تجربه نه لري، خو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې ژمنه کړې وه چې د خپلې تګلارې او بهرنی سیاست لپاره به د ایران تکړه ډپلوماټان استخداموي. دا د ایران له خلکو سره د هغه یوازینۍ ژمنه ده، چې له لویدیځ سره یې د نسبي اړیکو د ښه کېدو هیلې زیاتې کړې دي.