شهباز شریف: د پاکستان پرضد د ګاونډيو خاوره کارېدل نور د زغملو نه ده

طرز پرس

4 اسد 1403

pakistan_1668606735_sm.jpg

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف وايي چې د ګاونډيانو خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي او دا ورته نور د زغملو نه ده.
د طرز پرس د خبر له مخې، ښاغلي شريف دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د جولای۲۴مه، د پاکستان د کابینې په غونډه کې مطرح کړې. نوموړي که څه هم په مشخص ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ؛ خو اشاره یې افغانستان ته وه. «موږ څلوېښت کاله د دوی لسګونه زره کډوال وساتل او هېڅکله مو دا ونه ویل چې زموږ په اقتصاد به بوج راشي؛ خو د دې په بدل کې موږ ته زیان رسېږي او د هغوی له خاورې تحريک طالبان پاکستان فعاليت کوي او پاکستان کې ناامني جوړوي.»
د پاکستان دغه لوړپوړي چارواکي همداراز په پښتونخواکې ورځ تر بلې له زیاتېدونکو نا امنیو اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په وروستيو بریدونو کې پاکستاني پوځيانو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ښاغلي شریف وویل: «دا موږ لپاره د زغملو نه ده؛ خو کوشش به کوو چې دا مسله د خبرو له لارې حل کړو.»
طالبانو تر اوسه د شهباز شريف دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په صراحت سره ويلي چې د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډ پرضد نه کاريږي.