ډان پاکستاني ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستاني پوځیانو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند دوه لوړپوړي غړي نیولي او زندان ته یې لېږدولي دي.
د طرز پرس په راپور، دغې پاکستاني ورځپاڼې د عمران خان د وکیل په حواله نن دوشنبه د جولای پر ۲۲مه، ولیکل چې پوځيانو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر مرکزي دفتر چاپه وهلې او د دغه ګوند دوه مخکښ غړي یې نیولي او زندان ته یې لېږدولي دي. ډان ورځپاڼې نه دي ويلي، چې دغه مخکښ غړي په دقیق ډول کوم کسان دي، خو تر دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی وو چې تېر کال پر پوځي تاسیساتو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لخوا د برید له امله غواړي د دغه ګوند پر فعالیتونه بشپړ بندیز ولګوي. ډان ورځپاڼې ليکلي دي چې پاکستاني پوځيانو د دغه ګوند ټول اسناد او اړوند تجهیزات هم له ځانه سره وړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان او د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزیر شاهمحمود قریشي لا هم د پاکستان په بندخونې کې دي.
پاکستاني پوځيانو د تحریک انصاف ګوند دوه مخکښ غړي نیولي او زندان ته لېږدولي
طرز پرس
1 اسد 1403