جنرال عاصم: د «عزم استحکام» عملیات د پاکستان ثبات لپاره مهم دی

طرز پرس

17 سرطان 1403

Armed-forces-Pakistan-ISPR.jpeg

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د عزم استحکام په نوم تازه پلان شوې پوځي عملیات د پاکستان ثبات لپاره مهم بللي او ویلي یې دي چې پاکستان هر وخت د بهرنيو او کورنيو د سیسو د شنډ کولو لپاره چمتو ده.
د «طرز پرس» د راپور پر بنسټ، جنرال عاصم دا څرګندونې تازه د پاکستاني پوځيانو د لوړې کچې مشرانو په یوه غونډه کې مطرح کړي دي. د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوي دي.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي: «پوځ دغه عملیات پاکستان کې د ترهګرۍ او ناقانونه کړنو د مخنيوي لپاره د یوه مهم ګام په توګه د وخت اړتیا بللې ده.» په غونډه کې همدا راز ویل شوي چې په پاکستان کې ترهګریز تبلیغات د پاکستان د ادارو خلاف يوه دسيسه ده او دا تبلیغات د بهرنيو قوتونو په مرسته ترسره کیږي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو برخه یا «ای‌اېس‌پي‌ار» په دغه بیانیه کې ویلي: « د بهرنیو ځواکونو په مرسته د دې روانې انلاین ترهګرۍ موخه دا ده چې د جعلي خبرونو او منفي تبلیغاتو له لارې په ولس کې مايوسي خپره کړي.»
جنرل عاصم منير دې غونډې ته ویلي، چې د پاکستان پوځ هر وخت د کورنيو او بهرنیو دسیسو د ناکامه کولو لپاره چمتو دی او د همدې لپاره د عزم استحکام عملیات پیليږي چې موخه یې په پاکستان کې د ثبات ټینګښت دی.
د پاکستان د پوځ په دغه اعلامیه کې د پوځي جنرالانو له خولې د افغانستان په اړه مشخص څه نه دي ويل شوي، خو پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې په کستان کې بریدونه همغږي کوي. دا هغه څه دي چې طالب چارواکو تل رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان خپل د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او اوس دا پړه پر افغانستان اچوي.