ټي ټي پي: پي ټي ایم پر وړاندې سکوت؛ خو د پاکستان پوځ په نښه کوو

طرز پرس

30 میزان 1403

f2416c75-17b0-4277-b8dc-bba496ddca58_cx0_cy2_cw96_w1023_r1_s.jpg

تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړ چې خپل د جګړې لوری نه بدلوي او هدف به یې د پاکستان پوځ وي؛ خو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د «چوپتیا» سیاست مخته وړي.
تحریک طالبان پاکستان دا اعلامیه نن دوشنبه د اکتوبر پر ۲۱مه، ظاهراً د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د ترسره شوي جرګې په اړه خپره کړې او خپلو جنګیالیو ته یې ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې چوپ پاتې شي.
په اعلامیه کې راغلي: « له هر ګوند او سازمان سره د مجاهدینو مخامخ کېدل د غلام پوځ (رایل انډين ارمي) په ګټه دي نو د تحریک مجاهدینو ته لارښوونه کيږي چې د تحریک طالبان پاکستان پالیسي د ۱۱، ۱۲ او ۱۳م د اکتوبر، د پښتون قامې عدالت په نوم، شوې جرګې او د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د چوپ پاتې کېدو ده»
په اعلامیه کې ټينګار شوی چې هدف یوازې د پاکستان پوځ دی او ان د خیبرپښتونخوا پولیسو ته ویل شوي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان په نظامي اهدافو کې شامل نه دي او د پوځ په ګټه دې په جګړه کې برخه نه اخلي. د پاکستان حکومت او د پښتون ژغورنې غورځنګ، لا د تحریک طالبان پاکستان دغې اعلامیې ته کوم غبرګون نه ښودلی.