سي‌ان‌ان: ایراني چارواکي د اسراییل د برید د کچې کمولو په اړه سلا مشورې کوي

طرز پرس

21 میزان 1403

000.jpg

طرز_پرس: د اسراییل لخوا د احتمالي برید په اړه د ویرې په ترڅ کې، سی‌ان‌ان راپور ورکړی چې ایراني چارواکي د دې برید د مخنیوي او د هغې د کچې د کمولو په اړه سلا مشورې کوي.
روسیې هم د اسراییل د احتمالي برید په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او خپلو اتباعو ته یې په ایران کې د امنیتي تدابیرو د جدي رعایت کولو سپارښتنه کړې ده. د روسیې سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي: «د ایران په کړکېچ کې د شدت له کبله، چې اسراییل ممکن په دې هېواد کې بیلابیل اهداف په نښه کړي، دغه سفارت له خپلو اتباعو غواړي چې په جدي توګه امنیتي تدابیر مراعات کړي.»
ان‌بی‌سي خبري شبکې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیل پر ایران د احتمالي برید لپاره خپل ځانګړي اهداف ټاکلي دي.
امریکايي چارواکو ان‌بی‌سي ته ویلي چې اسرائیل به د خپل «غچ اخیستونکي» برید په ترڅ کې به د ایران پوځي زیربناوې او د انرژۍ تأسیسات په نښه کړي. تر دې مخکې د اسرائیل چارواکو ویلي وو چې د ایران اتومي مرکزونه د دوی د پوځي اجنډا په سر کې ځای لري؛ خو دغه امریکايي چارواکي ان‌بی‌سي ته ویلي، تر اوسه داسې هېڅ نښه نشته چې اسرائیل دې د ایران پر اتومي مرکزونو برید وکړي.
په ورته وخت کې، اکسیوس هم راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران پر وړاندې د غچ اخیستونکي برید لپاره موافقه کړې ده. بل پلو، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې د اسرائیل د احتمالي برید په غبرګون کې ویلي چې ایران له برید هېڅ وېره نه لري، خو د جګړې پلوی نه دی.