
طرز پرس: د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی غړی محسن داوړ وايي، چې د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ د ترسره کېدونکې لویې جرګې سره موافقه کړې ده.
ښاغلی داوړ وايي چې نن یې د خیبر پښتونخوا دولتي چارواکو لخوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی او له هغوی څخه یې غوښتنه کړې ده چې پرېږدي دا جرګه دې ترسره شي. په دغه غونډه کې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر امین ګنداپور او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په ګډون یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.
محسن داوړ ويلي چې د پاکستان دغو دولتي چارواکو د جرګې په اړه د نوموړي له وړاندیز سره موافقه کړې ده. تر اوسه پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د ښاغلي داوړ د خبرو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکې د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې د دې جرګې مخه به ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرې درې میاشتې راهیسې د دغه جرګې لپاره تابیا نیولې او ویلي یې دي چې دا جرګه به صبا د اکتوبر پر یوولسمه هرو مرو ترسره کيږي. پښتین وايي، د جرګې یوازېنی هدف په پښتونخوا کې د محکومو ملتونو برخلیک لپاره د لارې یوه نقشه جوړول او د پاکستان د ځپونکي اقداماتو څخه یې ژغورل دي.