
طرز پرس: د بښنې نړیوال سازمان پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیزونو سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی چې د خلکو د اعتراضي فعالیتونو جرم جوړول دې نور بس کړي.
د بښنې نړیوال سازمان نن سهشنبه، د تلې ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ممنوعه لیست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ شاملول، د بیان آزادۍ او یوې سولهییزې ټولنې ته سپکاوی دی. د بښنې نړیوال سازمان په دغه اعلامیه کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ولسي تحریک بللی چې هدف یې د پښتنو د حقونو لپاره سولهییزې مبارزې کول دي. دغه سازمان ویلي دا هغه خلک دي چې د پاکستاني چارواکو له لوري له اوږدې مودې راهیسې له ظلم او زور زیاتي سره مخ شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځڼګ ته د «ممنوعه سازمان» نوم ورکول، د پاکستاني چارواکو له لوري د داسې ولسي تحرکاتو د سیسټماټیکو ځپلو یوه برخه ده. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: «پاکستان له کلونو راهیسې دا ډول تحریکونه چې له محرومو سیمو راپورته کېږي، په زور او غیرقانوني ډول ځپي.»
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان دا اقدام زوروري بللی او ویلي یې دي چې اسلام آباد پر پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه بندیز لپاره هېڅ ډول مشخص شواهد او مدارک نه دي وړاندې کړي.