د ایران د پوځ مشر: دا ځل بل ډول غچ اخلو

طرز پرس

19 سنبله 1403

R.jpeg

ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان حسین سلامي په حواله راپور ورکړی چې هغه اسراییل ته په خطاب کې ګواښ کړی چې دا ځل به د ایران غچ بل ډول وي.
طرز پرس - د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، دا څرګندونې یو ځل بیا په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر رئیس اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې کړي دي. نوموړي ټینګار کړی چې دا ځل به له اسراییل څخه د ایران غچ «بل ډول» وي، څو «بیا د زمري له لکۍ سره لوبې ونه کړي.» د سپاه پاسداران دې قوماندان ویلي، د اسراییل په وړاندې د ایران غچ اخېستونکی برید احتمال لري چې وخت به ونیسي، خو د هغه په وینا، ایران به هېڅکله له خپل غچ لاس وانخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو په ځلونه خبرداری ورکړی چې د ایران له خوا د اسراییل په وړاندې هر ډول برید په منځني ختيځ کې کړکېج زياتوي او تاوان به یې تر ټولو ډېر ایران ته ورسیږي.