اردوغان: د اسلامي هېوادونو اتحاد د اسراييل د دولتي ترهګرۍ مخه نېولی شي

طرز پرس

18 سنبله 1403

OIP (1).jpeg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوځل بیا د اسراییل لخوا مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو اندېښنه ښودلې او ټيڼګار یې کړی چې یوازې د اسلامي هېوادونو اتحاد کولی شي د اسراييل د «دولتي ترهګرۍ» مخه ونیسي.
طرز پرس- رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د شنبې په ورځ د وږي ۱۷مه، د اسراييل لخوا د یوې ترکي الاصله امريکايي ښځې د وژل کېدو په غبرګون کې کړي او ويلي دي چې اسراییل «ډېر متکبر» شوی دی. ترکيې الاصله ٢٦ کلنه امریکایی عايشه نور د اسرائیل پر ضد په یو لاريون کې د دغه هېواد د پوځيانو له خوا ووژل شوه.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، رجب طیب اردوغان په دغه غونډه کې اسراییل ته د «دولتي ترهګرۍ» اصطلاح کارولې او ټينګار یې کړی چې اسلامي هېوادونه باید د دغې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یو لاس شي. اردوغان له مصر او سوریې سره د ترکیې ملګرتیا ته هم اشاره کړې او ویلي يې دي چې دا ملګرتیا د اسراییل د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره اړين دي. اردوغان زیاته کړې چې اسراییل سیمه او نړۍ لپاره یو مستقیم ګواښ دی او باید مخه یې ونیول شي.