تازه خبرونه

10519505-5632-4847-a104-f2b0991faa7e.jpeg

د ګاونډي هېواد د ټاکنو پایلې؛ پزشکیان د ایران ولسمشر شو

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر په پای کې مسعود پزشکیان په ډېرو رایو سره د ایران د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
ap_7bb6c9ae5dc34694bd7fc473eba620a1-600x400.jpg

کابل کې نوې ګومارنې؛ شهاب‌الدین دلاور د سرې میاشتې رییس شو

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د افغانستان بانک مخکېنی سرپرست هدایت‌الله بدري د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست په توګه او شهاب‌الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ټاکل شوی دی.
81192394-22c1-457a-99fc-969ebdf909be.jpeg

د طالبانو پلاوی د ټرانس نړیوال فورم په څلورمه سرمشریزه کې ګډون کوي

د طالبانو حکومت وايي چې د اقتصاد وزارت د سرپرست، دین محمد حنیف په مشرۍ د دوی یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍوال فورم په څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د چین شي ژانګ ښار ته رسېدلی دی.
2cf83a14-dd5b-4d1b-b2b2-1660998af0ee.jpeg

د کابل پغمان کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټی دولتي ثابت شو

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټی د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر اساس دولتي ثابت شوی دی.
be587f9a-6865-402c-8f1b-b5b55b22d91c.jpeg

مجاهد په دوحه کې د زنداني امریکایانو پر تبادلې هم خبرې کړي

ذبیح الله مجاهد نن له یادې غونډې راستنېدو وروسته په کابل کې یوې ناستې ته وویل، دوه امریکایي اتباع دا مهال د دوی په زندان کې دي او په خبره یې د ازادۍ لپاره یې باید د طالبانو د حکومت شرطونه ومنل شي.
4757c1ef-a3b3-4c9a-87f1-7ef1c240ab0f.jpeg

په کندهار او غزني کې شپږو کسانو ته د تعزیري سزا ورکړل شوه

د طالبانو ستره محکمه وایي، په کندهار او غزني ولایتونو کې شپږو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه. دې محکمې پرون پنجشنبې په جلا بیانونو کې ویلي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر لواطت تورنو پنځو کسانو د ۳۰ درو وهلو حکم تطبیق شو.
e2d410fd-1156-4c08-86f9-3ae32d6f63dd.jpeg

ننګرهار کې د لامبلو پر مهال یوه ځوان ډوب او مړ شوی

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې ځایي خلکو د سیند په اوبو کې د یو ځوان مړی موندلی دی.