مجاهد په دوحه کې د زنداني امریکایانو پر تبادلې هم خبرې کړي

طرز پرس

13 سرطان 1403

be587f9a-6865-402c-8f1b-b5b55b22d91c.jpeg

د طالبانو ویاند وایي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د دوحې درېیمې ناستې په څنډه کې یې د امریکا متحده ایالتونو له استازو سره د امریکایي زندانیانو پر تبادلې هم خبرې کړي دي.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په یوولسمه او دوولسمه جوړه شوې وه او د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ افغان پلاوي هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
مجاهد نن له یادې غونډې راستنېدو وروسته په کابل کې یوې ناستې ته وویل، دوه امریکایي اتباع دا مهال د دوی په زندان کې دي او په خبره یې د ازادۍ لپاره یې باید د طالبانو د حکومت شرطونه ومنل شي.
هغه وویل، چې د یادې موضوع په اړه مخکې هم له طالبانو سره خبرې شوې وې او افغان لوري ورته ویلي چې له ګوانتانامو څخه باید افغان زندانیان هم خلاص شي. د نوموړي په وینا، لکه څنګه چې د امریکا لپاره خپل اتباع مهم دی داسې د افغان لوري لپاره هم خپل افغانان مهم دي. د اسلامي امارت ویاند دغه راز د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره مهمه او له لاسته راوړنو ډکه وبلله.