د طالبانو حکومت وايي چې د اقتصاد وزارت د سرپرست، دین محمد حنیف په مشرۍ د دوی یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍوال فورم په څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د چین شي ژانګ ښار ته رسېدلی دی.
بیجینګ کې د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه سرمشریزه کې به چین کې د طالبانو سفیر، بلال کریمي هم ګډون کوي. د ټرانس همالیا نړۍوال فورم څلورمه سرمشریزه به نن (پنجشنبه د جولای ۴) د چین د لوړپوړو چارواکو او له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو په حضور پیل شي.