د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټی د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر اساس دولتي ثابت شوی دی.
د عدلیې وزارت دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کې مطرح کړي دي.
سرچېنې لیکلي، د غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټي ۵۵۶ جریبه ځمکه، د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په څېړلو سره یاده ټوله ځمکه دولتي تثبیت کړه او د ځمکو له غصبه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې وسپارله. ياد وزارت زیاته کړې، د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې له څېړلو سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیقې او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد ټول ښارګوټی دولتي تثبیت کړ.
د طالبانو د عدلې وزارت په وینا، د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې لري او په هر ولایت کې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت لپاره کار کوي.
د کابل پغمان کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټی دولتي ثابت شو
طرز پرس
13 سرطان 1403