" >

تازه خبرونه

OIP (1).jpeg

د ځان وژنې تراژيدي، بدخشان کې یوې ښځې خپل ژوند پای ته ورساوه

په بدخشان کې د طالبانو  د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار سه شنبه د چنګاښ پر ۱۹مه، وویل چې دغه ښځه د فیض اباد ښار د« ده پایان چته» سیمې اوسیدونکي وه او پرون یې د موږکانو د وژنې د درملو په خوړلو سره ځان‌‌وژنه کړې ده.
OIP.jpeg

جین پییر: داکټر سپیڼې ماڼۍ ته راغلی؛ خو د جوبایډن درملنې لپاره نه

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشرۍ ماڼۍ د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې وایي چې د پارکنسن ناروغۍ متخصص داکټر دغې ماڼۍ ته راغلی؛ خو د جوبایدن درملنې لپاره نه.
WhatsApp Image 2024-07-08 at 22.52.02.jpeg

منظور پښتین: پر ګیله‌مند د مرګوني برید ترشا د ریاست لاس دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د «PTM» پر مخکښ غړي ګیله مند وزیر د مرګوني برید ترشا د پاکستان د استخباراتو ریاست لاس دی او په همدې دليل تر اوسه هېڅوک په دې تړاو نه دي نيول شوي.
9eab4448-7e88-49ff-b1b1-e7b64f92d148.jpeg

طالبانو د کاوون غږ راډیو نشرات بند کړل

د افغانستان په ختيځ کې د کاوون غږ راډيو مسوولين تاييدوي چې د دې رسنۍ دروازه د طالبانو له خوا تړل شوې او کارکوونکي يې هم له دفتر څخه بهر ایستل شوي دي.
450353834_909724874218176_2467106088898432730_n.jpg

د فوتبال نړۍ، انګلستان او نیدرلنډ نیمه پایلوبې ته ووتل

د یورو جام په لړ کې دوه مخکښ ټیمونه انګلستان او نیډرلنډ وتوانېدل نیمه پایلوبې ته ځان وباسي. د یورو جام د کوارټر فاینل په لړکې انګلستان او سویس تېره شپه د جولای په ۶مه نېټه لوبه وکړه، چې انګلستان و توانېد د پينالټي په غبرګو شوټونو سویس مات کړي.
10519505-5632-4847-a104-f2b0991faa7e.jpeg

د ګاونډي هېواد د ټاکنو پایلې؛ پزشکیان د ایران ولسمشر شو

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر په پای کې مسعود پزشکیان په ډېرو رایو سره د ایران د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
ap_7bb6c9ae5dc34694bd7fc473eba620a1-600x400.jpg

کابل کې نوې ګومارنې؛ شهاب‌الدین دلاور د سرې میاشتې رییس شو

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د افغانستان بانک مخکېنی سرپرست هدایت‌الله بدري د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست په توګه او شهاب‌الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ټاکل شوی دی.
81192394-22c1-457a-99fc-969ebdf909be.jpeg

د طالبانو پلاوی د ټرانس نړیوال فورم په څلورمه سرمشریزه کې ګډون کوي

د طالبانو حکومت وايي چې د اقتصاد وزارت د سرپرست، دین محمد حنیف په مشرۍ د دوی یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍوال فورم په څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د چین شي ژانګ ښار ته رسېدلی دی.
2cf83a14-dd5b-4d1b-b2b2-1660998af0ee.jpeg

د کابل پغمان کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټی دولتي ثابت شو

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټی د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر اساس دولتي ثابت شوی دی.
be587f9a-6865-402c-8f1b-b5b55b22d91c.jpeg

مجاهد په دوحه کې د زنداني امریکایانو پر تبادلې هم خبرې کړي

ذبیح الله مجاهد نن له یادې غونډې راستنېدو وروسته په کابل کې یوې ناستې ته وویل، دوه امریکایي اتباع دا مهال د دوی په زندان کې دي او په خبره یې د ازادۍ لپاره یې باید د طالبانو د حکومت شرطونه ومنل شي.