ایران او طالبانو د معتادينو درملنې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي

طرز پرس

31 اسد 1403

6275159F-4400-4BBC-B367-CE536F45559C_w1200_r1.jpg

ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران او طالبان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او په ځانګړي ډول د معتادینو درملنې په برخه کې هوکړې ته رسیدلي دي.

طرز پرس: د ایران د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د مرکز مرستیال محمد زراعي ویلي چې ایراني پلاوي د طالبانو له حکومت سره د مخدره موادو د مخنیوي، د تقاضاو کمولو، او د معتادینو د درملنې په برخه کې بحث او خبرې کړي دي. د ایران دولتي رسنۍ ایرنا، د محمد زراعي له قوله لیکلي چې ایراني پلاوي له طالبانو سره د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د سختولو په موخه او په ځانګړي ډول د روږدو کسانو د درملنې لپاره هوکړې ته رسېدلي دي. د دغې هوکړې په اړه ډېر جزييات نه دي خپاره شوي چې ایران او طالبان څنګه غواړي د معتادينو درملنې په برخه کې په ګډه سره کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د دې اونۍ په پیل کې ویلي و چې د محمد زراعي په مشري یو شپږ کسیز پلاوی کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده چې د دې وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې له چارواکو سره وګوري. خو طالبانو تر اوسه د ایران له حکومت سره د دې هوکړې په اړه څه نه دي ویلي.

 
 
4o