طالبانو افغانستان ته د ریچارد بنت پر سفر بندیز لګولی

طرز پرس

31 اسد 1403

n00173112-b.jpg

طالبانو ریچارد بېنېت، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی دی، کابل ته له راتګ څخه منع کړی او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان په اړه ناسم راپورونه وړاندې کړي دي.

طرز پرس: فرانسې خبري آژانس خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې طالبانو ریچارد بېنېت ته کابل ته د راتګ اجازه نه ده ورکړې. له بلې خوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا خبر تایید کړی او رسنیو ته ویلي چې د دې اقدام لامل د ریچارد بېنېت له خوا د افغانستان په اړه د "ناسمو" راپورونو وړاندې کول دي. دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی بېنېت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه، تل د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپورونه ورکړي دي. ښاغلی بینټ تر اوسه دغو راپورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.