ملا یعقوب: ګاونډیان دې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ستونزې نه جوړوي

طرز پرس

28 اسد 1403

R.jpeg

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ستونزې جوړې نه کړي.
طرز پرس: ملا یعقوب دغه څرګندونې نن یکشنبه د افغانستان د استقلال د بیرته اخیستلو ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د ډیورنډ په اوږدو کې پوستې جوړول د ګاونډیو لپاره کوم تاوان نه لري، بلکې د افغانستان د امنیت د ساتلو لپاره دي. ملا یعقوب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې طالبان به په هر قیمت د افغانستان ساتنه وکړي.
دغه لوړپوړي طالب چارواکي په دې اړه نور جزییات ور نه کړل، خو د وروستیو راپورونو پر بنسټ، طالبان اکثره د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو له نفوذ څخه اندېښمن دي. د وروستیو راپورونو پر بنسټ، داسې ادعاوې شته چې د پاکستان جنګي الوتکو هم د افغانستان فضایي حریم نقض کړې او دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د نارضایتۍ وروستۍ حد جوړوي.