ازبیکستان به ډېر ژر د طالبانو سفير په رسمي ډول ومني

ترانه سپاهي

طرز پرس

28 اسد 1403

f_dYwxqsa3jdv1Q8ByU0muvSmnDy9eBk.jpg

د اوزبیکستان لومړی وزیر وایي چې تاشکند به په نږدې راتلونکي کې د طالبانو سفیر په رسمي توګه ومني.
طرز پرس: د ارګ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف، د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې اوزبیکستان په نړیوالو غونډو کې د طالبانو له دریځ څخه ملاتړ کوي. عبدالله عارف اوف همداراز ویلي چې اوزبیکستان له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په پراخولو کې ژمن دی او په مشخصو برخو لکه کانونه، برېښنا، کرنه او بیا رغونه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د اوزبیکستان لومړي وزیر د افغان-ترانس پروژې د پلي کولو لپاره د خپل هېواد چمتووالي لپاره ډاډ ورکړی.