عبدالکبیر: یوازې موږ کولی شو په نړیوالو غونډو کې د افغانانو استازیتوب وکړو

ترانه سپاهي

طرز پرس

28 اسد 1403

GVMpiMvaQAAZt0N.jpeg

د طالبانو د لومړي وزير سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې یوازې دوی کولی شي په رسمي ډول په نړیوالو غونډو کې د افغانانو استازیتوب وکړي.
طرزپرس: د طالبانو د لومړي وزير سیاسي مرستیال دغه څرګندونې نن «شنبه، د زمري ۲۷مه» د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف سره په لیدنه کې کړي او ویلي دي چې نړیوال هېوادونه باید طالبان د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. نوموړی همداراز په شانګهای سازمان کې د افغانستان په بشپړ غړیتوب ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې سازمان کې د افغانستان ګډون به د سیمې هېوادونو امنیتي اندېښنې حل کړي. دغه طالب چارواکي د ازبکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې دغه راز ویلي چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره د ګواښ سرچینه نه ده.
د ازبکستان لومړی وزیر نن له غرمې مخکې کابل ته راغی او د خپل سفر په ترڅ کې یې د افغانستان له بېلابېلو سکتورونو سره، ۳۵ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.