د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د ازبکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د کابل او تاشکند ترمنځ د دپلماټیکو اړیکو له پراختیا سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا نوی پړاو هم پیل شي.
طرزپرس – امیرخان متقي همدارنګه ویلي چې کابل به ازبیک سوداګرو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې زیاتې کړي او د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې ډېر فرصتونه موجود دي چې په وینایې باید ترې ګټه واخیستل شي. په همدې حال کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل، نن «شنبه، د زمري ۲۷مه» په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم نن د کانونو، زراعت او مالیې په برخو کې د افغانستان او ازبکستان د سکتورونو ترمنځ د پنځو هوکړو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی. د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفاوف نن له غرمې مخکې د افغانستان او ازبکستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ غونډې او د ازبکستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د نندارتون پرانیستلو په موخه کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې د طالبانو له نورو چارواکو سره هم وګوري.
متقي: د کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا نوی پړاو پیل شوی دی
ترانه سپاهی
طرز پرس
27 اسد 1403