پاکستاني پوځیانو د یوې ځانګړې عملیات په ترڅ کې نږدې ۲۰۰ افغان وګړي د تورخم له سیمې څخه نیولي او له ځان سره یې وړي دي.
طرزپرس – باخبره سرچینې نن «شنبه، د زمري ۲۷مه» طرزپرس ته ویلي چې نیول شوي کسان د تورخم سیمه ییز اوسېدونکي دي چې له څو کلونو راهیسې په دې سیمه کې ژوند کوي. دغه سرچینه، چې د امنیتي حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د دې کسانو د نیولو لامل د پاکستاني اقامې رسمي سند نه درلودل ګڼي او خبرداری ورکوي چې که دواړه لوري په دې اړه خبرو ته حاضر نه شي، کېدای شي نور اوسېدونکي هم ونیول شي.
په همدې حال کې طرزپرس هغه ویډیوګانې او انځورونه هم ترلاسه کړي دي چې د تورخم د اوسېدونکو د نیولو جریان ښیي. په دې ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې نیول شوي کسان یو بل ته تړل شوي او د پاکستاني پوځیانو لخوا بدرګه کېږي. تر اوسه پورې طالبانو او یا د پاکستان دولت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستاني چارواکو لخوا نن له غرمې مخکې د تورخم دروازه تړل شوې وه او له څو ساعته پلټنیز عملیات وروسته دغه دروازه بېرته پرانیستل شوې او خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.