د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه پنځه سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې دي.
طرزپرس: دې وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه موافقې د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه په کانونو، زراعت او مالیې برخو کې له اړوندو ازبکستاني وزارتونو سره لاسلیک شوې دي. په همدې حال کې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفاوف په یوه مراسم کې، چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په حضور کې په ارګ کې جوړ شوي و، ویلي چې تاشکند له کابل سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی. د ازبکستان لومړی وزیر نن له غرمې مخکې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
پنځه سوداګریزې هوکړې د کابل او تاشکند ترمنځ لاسلیک شوې
ترانه سپاهي
طرز پرس
27 اسد 1403