په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین، ویلي چې طالبان د روسیې له دولت سره د ښو اړیکو د ټینګولو په هڅه کې دي او دا کار په تېر حکومت کې ناممکن و.
طرزپرس – سهیل شاهین دغه څرګندونې د شنبې په ورځ، د اګست ۱۷مه، د روسیې له نړیوال خبري اژانس ریانووستي سره پخپل تازه مرکه کې کړي دي. نوموړي ویلي، په تېرو وختونو کې د افغانستان د پخواني حکومت د مشرانو او امریکا ترمنځ نږدې اړیکو له کبله د کابل او مسکو ترمنځ د روابطو ښه کول ناممکن وو، خو په وینایې اوس د دې اړیکو د ښه کولو او پراختیا لپاره مناسب وخت رارسېدلی دی. شاهین په دې خبرو کې وړاندیز کړی چې د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره غوره ده چې د دواړو هېوادونو استازو ترمنځ منظمې لیدنې او مستقیمې خبرې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څه موده وړاندې د شانګهای د ناستې په څنډه کې طالبان یې د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې د روسیې متحدين وباله. که څه هم روسیه طالبان په رسمیت نه پېژني، خو تل یې ویلي چې په افغانستان کې د یوې واکمنې ډلې په توګه له طالبانو سره اړیکې ساتل اړین دي.
شاهین: موږ له روسیې سره د ښو اړیکو د ټینګولو په هڅه کې یو
طرز پرس
27 اسد 1403