د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت سبا د یک شنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه.
طرز پرس- د یاد وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سبا یکشنبه د زمري ۲۸مه له برټانیې څخه د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت عمومي رخصتي ده.
د اګست ۱۹ د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مې کلیزې سره سمون لري. په ۱۹۱۹ کال کې پاچا امان الله خان له لوري د ا فغانستان د سیاسي خپلواکۍ اعلان وشو. تاريخ پوهان وايي چې د خپلواکۍ دا اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت لري، بلکې د اسیا په کچه هېوادونو لپاره یو ارزښتناک او الهام بښونکی اقدام وو.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و چې دوی به د زمري ۲۸مه هم د زمري ۲۴مې په څېر لمانځي.
طالبانو سبا د غازي امان الله په مشرۍ د استقلال د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت رخصتي اعلان کړه
طرز پرس
27 اسد 1403