بریتانیا له افغانستان سره ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې

طرز پرس

27 اسد 1403

a3d0dfab-955f-4c8d-8454-1c67bf150336.jpg

د نړۍ د خوړو پروګرام (WFP) وايي چې د بریتانیا حکومت له افغانستان سره تر ۵۰ میلیونه ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
طرزپرس: دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې ۱.۵ میلیونه اړمنو کسانو ته ورسيږي. د نړۍ د خوړو پروګرام زیاتوي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه کسانو ته مرستې رسولې دي. په همدې حال کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریتانیا د حکومت وزیر، هامیش فالکنر، وايي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ژمن دی. د هغه په وینا، په تازه مرستو کې به تر یو میلیون کسانو پورې بیړني خوراکي توکي ورسيږي.