د طالبانو دفاع وزیر خپلو پوځيانو ته د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا څخه پر دفاع ټيڼګار کړی

طرز پرس

26 اسد 1403

71bad623-eb08-4215-94b1-d016430ece10.jpeg

د طالبانو د دفاع وزیر د اسلام آباد او کابل تر منځ د سیاسي کړکېچونو په اوج کې د دیورند کرښې په اوږدو کې له یوې امنیتي پوستې څخه لیدنه کړې ده.
طرز پرس – د طالبانو د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې له یوې نوې جوړې شوې امنیتي پوستې څخه لیدنه کړې ده. دې وزارت زیاته کړې چې دفاع وزیر په دې لیدنه کې امنیتي ځواکونو ته اړینې سپارښتنې کړي چې د افغانستان د سرحداتو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي او د امنیتي پوستو د جوړولو او امکاناتو برابرولو ډاډ یې ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د ډېورند په اوږدوکې توغنديز بريدونه شوي دي او دا بريدونه په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو خلکو ته تلفات یې هم اړولي دي. بل پلو په دې ورستیو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې هم خرابې شوې دي، او څه موده وړاندې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تورخم په سیمه کې هم وسله واله شخړه رامنځته شوه، چې دلیل یې د ډېورند فرضي کرښې دې غاړې ته د طالبانو لخوا د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر وړاندې د پاکستاني پوځيانو مخالفت بلل شوی دی.