په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو درې کلن واکمنۍ په لړ کې، لږ تر لږه ۳۰۹ افغان خبریالان زنداني شوي، چې ۶۹ یې د تل لپاره په زندانونو کې ساتل شوي دي.
طرز پرس – په اروپا او شمالي امریکا کې د افغان خبریالانو بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت په تېرو دریو کلونو کې یو شمېر رسنۍ فعالې ساتلي چې یوازې د خپلو فعالیتونو او سیاستونو لپاره د تبلیغاتي ماشین په توګه کاروي. په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو بنسټ په دغه راپور کې زیاته کړې چې په افغانستان کې هره ورځ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه پېښه ثبتېږي او په هرو دریو ورځو کې یو خبریال زندان ته لېږدول کیږي.
د طالبانو درې کلن واکمنۍ کې، ۳۰۹ خبریالان بندیان شوي دي
ترانه سپاهي
طرز پرس
26 اسد 1403