د زمري ۲۴مه د طالبانو د واکمنۍ دریمې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوه

طرز پرس

21 اسد 1403

maxresdefault.jpg

طالبانو اعلان وکړ چې د روانې اونۍ چهارشنبې ورځ د دغې ډلې د واکمنۍ دریمې کلیزې په مناسبت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي ده.
طرز پرس- د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا ورځ د امریکا د «اشغال» د پای ورځ بلل شوې ده. په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې: «د زمري ۲۴مه، د افغانستان د 'اسلامي امارت' په مشرۍ د امریکا د اشغال پر وړاندې د افغانانو د بریالیتوب درېیمې کلیزې سره برابره ده، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.»
د یادونې وړ ده چې طالبان نږدې درې کاله مخکې په دوحه کې د متحده ایالاتو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د همدې تړون له مخې په افغانستان کې دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل. تر دغه تړون وروسته د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي؛ خو په دغه هېواد کې خپل استخباراتي نفوذ خوندي کوي. اوس ظاهراً امريکايي ځواکونه د افغانستان په ښار او واټونوکې نه لېدل کيږي؛ خو لاهم د افغانستان فضا د امريکايي ډرون الوتکو په کنټرول کې ده.