حقاني: د بښنې له فرمان څخه سرغړونه نه ده شوې

طرز پرس

20 اسد 1403

f1e7c37ec52e51203d082ae2e322363dc65b72a8-1080x713.jpg

د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني ادعا کوي چې د بښنې له عمومی فرمان څخه سرغړونه نه ده شوې او هېڅوک هم دا ثابتولی نه شي چې طالبان دې دا فرمان نقض کړې وې.
طرز پرس- سراج الدین حقاني دا څرګندونې د جمعې په ورځ د زمري په ۱۹مه، په پکتیا کې کړي او ويلي یې دي چې د دوی په درې کلنه واکمنۍ کې د قومونو تر منځ ډېرې دوښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي. نوموړي زیاته کړې: « څوک نه‌شي ثابتولی چې طالبان د تېر رژيم کوم څوک یې راوستی وي، اعدام او وژلی وي. حتا په خپلو شخصي حقونو باندې محکمې د دوی دوسیې ځنډولي دي.»
دا په داسې حال کې دي چې د بشري حقونو سازمانونو تل ويلي چې طالبان د هبت الله له دغه فرمان څخه سرغړونه کړې او په افغانستان کې د تېر حکومت د نظاميانو د ترې تم کېدو پېښې ډېرې شوې دي.