د طالبانو یوه جګپوړي غړي انس حقاني په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د کډوالو زورونه او د هغوی د انساني حقونو نقض، طالبانو ته د منلو وړ نه دي.
طرز پرس- دا لومړی طالب چارواکی دی چې په ایران کې د افغان کډوالو د سپکاوي او ناوړه چلند په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د ایران دولت ته د هغه څه پر وړاندې په کلکه خبرداری ورکوي چې دی یې "کډوالو زورونه او د هغوی د انساني حقونو نقض" بولي.
انس حقاني د پنجشنبې په ورځ (اګست ۸مه) پخپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې طالبان د کوربه هېوادونو له میلمه پالنې مننه کوي، "خو د افغان مهاجرینو زورونه او د هغوی د انساني حقونو نقض د منلو وړ نه ده."
دغه طالب چارواکي هیله څرګنده کړې، چې د مهاجرینو ضد اقدامات دې ژر تر ژره ودرول شي او د هغوی دوسیې دې په قانوني ډول وڅېړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند، سپکاوي او ټکولو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. تر دې مخکې د بشري حقونو سازمانونو د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومته غوښتي وو چې د کډوالۍ ضد چلند دې پرېږدي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د پناه غوښتونکو د حقونو درناوی وکړي.