د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې په تېرو اوو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان په ایران کې اعدام شوي چې ۲۰ یې افغانان دي.
طرز پرس - د ایران د بشري حقونو سازمان د شنبې په ورځ د "اګست ۳مه" په یوه راپور کې لیکلي چې په اعدام شویو کسانو کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان او ۱۵ ښځې هم شامل دي. د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال سلګونه زره افغانان د نشه يي توکو او نورو سرغړونو په تور د ايران په زندانونو کې بنديان دي، خو تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې د دغو افغانانو له ډلې څومره يې په اعدام محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې دوه افغانان د مخدره توکو د قاچاق په تور په ایران کې په پټه اعدام شول او د دوی کورنیو ته په افغانستان کې خبر نه و ورکړل شوی. د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور پر بنسټ، د جولای میاشتې په وروستیو ۱۱ ورځو کې ۳۶ کسان اعدام شوي او دا شمېره په تېره میاشت کې ۴۹ کسانو ته رسېږي، چې د ایران د حکومت له خوا په بېلابېلو تورونو اعدام شوي دي.
دغه سازمان د اعدام پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې دا لړۍ باید ودرول شي. د ایران د بشري حقونو سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د ایران پر حکومت دې سخت فشارونه او بندیزونه ولګوي څو د اعدام سزا ودروي.