کابل او اسلام آباد ترمنځ ناندری، زهرا بلوچ د ملګرو ملتونو راپور تایید کړ

طرز پرس

12 اسد 1403

photo_2024-03-24_12-52-15.jpg

پاکستان په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پټنځایونو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پخلی وکړ او  وویل چې دغه راپور د اسلام اباد اندېښنې تاییدوي.
د طرز پرس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو شورا په خپل تازه راپورکې لیکلي چې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د طالبانو نرم چلند د دغو ډلو نفوذ او د فعالیتونو پراختیا لپاره شرایط اسان کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان تل په دې برخه کې اندېښنې لري. مېرمن بلوچ له طالبانو غوښتنه وکړه چې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې جدي او اغېزمن اقدامات وکړي. بلوچ زیاته کړه: "دا راپورونه په دې مانا دي چې تحریک طالبان پاکستان کولی شي په سیمه کې په یو لوی ګواښ بدل شي او همدارنګه د نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره یو قوي ملاتړی جوړ شي."
ممتاز زهرا بلوچ ویلي طالبان باید دا یقیني کړي چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي او د ده په وینا په دې برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ته د بیا کتنې اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي چې دغه راپور په «عقده یي» ډول لیکل شوی او ناسم معلومات لري. تر دې وړاندې طالبانو په دې اړه د اسلام اباد ادعاوې هم بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې ګاونډی دې باید خپل امنیت وساتي او خپله واوره دې د نورو په بام نه غورځوي.