د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال د ایران له کورنیو چارو وزیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

طرز پرس

10 اسد 1403

GTwUYogbwAAIz0Y.jpeg

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ پاڼه خبر ورکړی چې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې کړي دي.

د طرز پرس د خبر له مخې، د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د سه شنبې په ورځ په تهران کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره په ایران کې د افغان کډوالو، له مخدره موادو سره د مبارزې او د سرحدونو د مدیریت په اړه خبرې کړي دي. د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، خو د افغان کډوالو په تړاو د دغو خبرو د پایلو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغان کډوالو موضوع تر بل هر وخت ډېر د پام وړ ده. هغه ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کيږي د ایراني وګړو لخوا د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند او زورزیاتی په ګوته کوي. د بشري حقونو سازمانونو پر دې موضوع جدي غبرګون ښودلی دی. د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم یو پرانیستی لیک خپور کړی او د ایران له حکومت یې په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه کړې ده. د ایران دولت تر اوسه د افغان مهاجرینو د سپکاوي په اړه څه نه دي ویلي. طالبان هم تر اوسه په دې اړه چوپه خوله دي.
د ارګ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو وزیر ته ویلي چې افغانستان له خپل ګاونډيو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.