د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د هېواد روښانه راتلونکې لپاره اړتیا ده، چې د افغان نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر دغه څرګندونې د تادامیچی یاماموتو په مشرۍ د جاپان د ساساکاوا د سولې بنسټ سره په کتنه کې کړي دي.
ښاغلي کرزي خپل پر اکس پاڼه لیکلي دي چې په دغه کتنه کې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا هم حضور درلود او دی د افغانستان له خلکو سره د جاپان د همکاريو ستاینه او مننه کړې. د کرزي پر اکس پاڼه لیکل شوي دي: " پخواني جمهور رئیس د افغانستان د خیر او فلاح او روښانه راتلونکې لپاره د افغان ځوانانو تعلیم خصوصاً د نجونو تعلیم اساس وباله او په هیواد کې یې د نجونو پرمخ د مکتبونو او پوهنتونونو پر پرانیستلو تاکید وکړ."
نږدې درې کاله کيږي چې طالبانو له اووم ټولګي وروسته د افغان نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او په دې اړه د بشري حقونو څخه د ملاتړو سازمانونو په ګډون د نړیوالو مکررو غوښتنو ته یې هم تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی. سیاسي مبصرین په دې باور دي چې طالبان له افغان نجونو څخه د خپل د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره پر نړیوالو د فشار د یوې وسيلې په توګه کار اخلي، خو ظاهراً ښکاري چې دا ستراټژي تر اوسه کومه ګټه نه ده کړې.