اغبر: د طالبانو پرېکړه په تاجکستان کې پر کونسلي خدماتو اغېز نه کوي

طرز پرس

9 اسد 1403

151649572_5094869260587288_8055800428017090359_n_0.jpg

وروسته له هغه چې طالبانو په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ خدمتونه باطل اعلان کړل، په تاجکستان کې د افغانستان سفیر هم غبرګون وښود او وویل چې دا پرېکړه په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت په کار اغېز نه کوي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل: «دا د بهر مېشتو افغانانو له درده باجګیري ده او دا پرېکړه به په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت په کار کوم اغېز ونه کړي.» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تاجکستان په ګډون د افغانستان د ۱۴ سفارتونو قونسلګري خدمتونه باطل دي او دوی یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه سفارتونه د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره له همغږۍ پرته په خپلسري ډول فعالیت کوي.
په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو له دغه اعلان وروسته وویل چې دا پریکړه به "د کډوالو لپاره د درد او سرګردانۍ لامل شي". که څه هم سفارت ټینګار کړی چې خپل کار ته به دوام ورکړي، خو د کار د دوام د څرنګوالي او د قانوني اسنادو د اعتبار په تړاو د افغانانو د اندېښنو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.