د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د واشنګټن د مالي ملاتړ په اړه راپورونه رد کړل او دا تورونه یې په بشپړه توګه بې اساسه وبلل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د دوشنبې په ورځ د جولای ۲۲مه، په یوه خبري غونډه کې وویل، چې افغانستان ته د امریکا د مرستو د رسولو احتمال په بشپړه توګه بې بنسټه دی. نوموړي ټینګار وکړ: "کله چې له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو خبره راځي، موږ په صراحت طالبانو ته مالي مرستې نه ورکوو."
طالبانو هم له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو ادعاوې رد کړي دي او تل یې له امریکا غوښتي، چې پر دوی لګېدلي بندیزونه لرې کړي او په نړیوال بانک کې د افغانانو کنګل شوې پیسې راخلاصې کړي. خو دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو ته د امریکا د مالي مرستو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې اداره هم څه موده وړاندې یو راپور خپور کړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۳۰مه تر اوسه امریکا له افغانستان سره څه باندې ۱۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
واشنګټن له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو په اړه راپورونه بې بنسټه وبلل
طرز پرس
2 اسد 1403