افغانستان لپاره د دوحې څلورمه ناسته ترسره کیږي

طرز پرس

2 اسد 1403

US-Deputy-Amb.jpg

د امریکا د متحده ایالتونو یوه جګپوړې ډیپلوماټ د افغانستان په اړه د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د طرز پرس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کرن ډکر په قطر کې له خبریالانو سره په یوه مجازي ناسته کې وویل چې د دوحې د څلورمې ناستې پلان هم د ملګرو ملتونو په اجنډا کې ده.
اغلې ډکر څرګنده نه کړه چې د دوحې څلورمه ناسته به کله ترسره شي، خو دا یې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره یوه پروسه وبلله. دغې جګپوړې امريکايي ديپلوماټې وويل چې د افغان ښځو د زده کړې او کار حق د ملګرو ملتونو او نړیوالو له مهمو اندېښنو څخه دي او بايد په جدي توګه ورته پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دوحې درېیمه ناسته بریالۍ بللې او د ملګرو ملتونو سازمان هم په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه ناسته د قناعت وړ پایلې درلودې، خو د ښځو د زده کړو او کار په برخه کې لا تراوسه هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.