د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنټ د محرم د میاشتې له عزادارانو سره پر خواخوږۍ سربېره ټینګارکړی چې د عاشورا دود او دستور باید رعایت شي.
د طرز پرس د خبر له مخې، بنېټ چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۷ مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ټول مذهبي مراسم باید په بشپړې ازادۍ سره ترسره شي. هغه زیاته کړې ده:« د مذهب ازادۍ ته باید درناوی وشي او په عاشورا پورې اړوند دود او دستور باید رعایت شي.»
د بنټ دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په ورستیوکې طالبانو په کابل او څو نورو ولایتونو کې د عاشورا پر مراسمو پراخ محدودیتونه لګولي او د هرات په ګډون څو نورو ولایتونو کې یې د محرم له عزادارانو بیرغونه راښکته کړي دي.
ریچارد بنټ: د عاشورا دود او دستور باید رعایت شي
طرز پرس
27 سرطان 1403