طالبانو دویم ځل لپاره آزاد خبریال محمد یار مجروح نیولی دی

طرز پرس

27 سرطان 1403

627afc1e-924c-4034-bcad-2e4840204e5c.jpg

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان «AJSO» وایي، طالبانو په کندهار کې ازاد خبریال، محمدیار مجروح یو ځل بیا نیولی دی او باید یې ژر را خلاص کړي.
د طرز پرس د خبر له مخې، د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی دا ډول ناقانونه نیول غندي او له اوسنیو حاکمانو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او یاد خبریال دې له ځنډ او شرط پرته ازاد کړي. په خبرپاڼه کې راغلي: «همداراز زمونږ بنسټ، د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې خپل غږ پورته کړي او د ټولو بندي خبریالانو د ازادۍ لپاره ګام واخلي.»
د افغانستان له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان همداراز ويلي، د افغانستان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ د نورو سیمو په پرتله له جدي ګواښونو او زیانونو سره مخ دي؛ دوی خپلواکي، د بیان حق، اقتصادي ملاتړ او د خلکو د اطلاع رسونې اسانتیاوې نه لري. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، سانسور او محدودیتونه هغه څه دي چې ټول مسلکي خبریالان ورځ تربلې ځوروي او که دا وضعیت دوام ولري، افغانستان به د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په برخه کې د نړۍ پر یوه تیاره سیمه بدله شي. 
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. موږ هڅه وکړه چې په دغه برخه کې د طالبانو نظر وپوښتو خو له بده مرغه د ورځ ترپایه پورې بریالي نه شولو.