متقي: لويدیځ دې خپل سفارتونه پرانيزي او هرڅه دې له نږدې وڅاري

طرز پرس

27 سرطان 1403

29c772d4-6cf5-4d84-b0d7-a617109606bf.jpg

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي وايي که چېرته لويديځ په واقعي مانا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر پناه‌ځایونه اندېښمن وي، نو دوی دې راشي خپل سفارتونه دې فعال کړي او هرڅه دې له نژدې وڅاري.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه څرګندونې د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د چارو د ارزونې غونډه کې کړي دي. ده ویلي، اوس هم داسې کړۍ شته، چې هڅه کوي د طالبانو لاسته راوړنې د خپلو تبلیغاتو تر سیوري لاندې پټ کړي. هغه زیاته کړې: «په دې وروستیو کې تاسې د لویدیځ له‌خوا د بې بنسټه تورونو شاهدان یاست. مونږ له دوی پوښتنه کوو، چې تاسې د کوم میکانیزم پر بنسټ دا تورونه او معلومات وړاندې کوئ؟.»
د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر په وینا، لویدیځ خپل معلومات د غرضي کړیو او د خلکو د دښمنانو له سرچینو څخه راټولوي او بیا یې د مستندو معلوماتو په بڼه خپروي، چې د متقي د څرګندونو له مخې؛ دا کار یې ستره بې انصافي ده.
متقي زیاته کړې غرب ادعا لري چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پناه‌ځایونه لري، «نو که چېرته دغه هېوادونه په رښتیا اندېښمن وي دوی دې راشي خپل سفارتونه دې فعال کړي او هرڅه دې له نژدې وڅاري.»
طالبان شاوخوا درې کلونه کيږي چې پر افغانستان یوځل بیا واکمن شول؛ خو لاتر اوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.