جو بایډن: اختلافات باید د رای صندوق له لارې حل شي، نه د ګولیو

طرز پرس

25 سرطان 1403

8jvzcco7-720.jpg

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د امریکا ولس ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې اختلافات باید د رای صندوق له لارې حل شی، نه د ګولیو له لارې.
ښاغلي بایډن دغه څرګندونې نن د جولای په ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې له خپل دفتر څخه په یوه ژوندۍ ټلویزیوني وینا کې وکړې او د ډونالډ ټرمپ د وژنې هڅې ته په اشارې سره یې وویل: «د امریکا په سیاسي فضا کې التهاب باید راکم شي.»
د امریکا ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو پر نوماند ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په پنسلوانیا کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ډزې وشوې او ښاغلی ټرمپ په غوږ کې ټپي شو. د جرمني، چین، فرانسې او حتی روسیې په ګډون ډېریو هېوادونو پر ډونالد ترمپ دا برید غندلی او د ډموکراسۍ ساتنې لپاره یې د پرېکندو اقداماتو غوښتنه کړې.