د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده امر کړی، چې طالب چارواکي دې له دولتي تاسیساتو په ځانګړې توګه له دولتي ودانیو شخصي ګټه نه پورته کوي.
د طرز پرس د راپور له مخې، د طالبانو مشر ویلي: «که څوک د دولتي بنسټونو په ودانیو کې اوسیږي، باید نورو ځایونو ته ولیږدول شي.» د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د جولای په ۱۵مه د ملاهبت الله دغه حکم اعلان کړ او زیاته یې کړه چې له دولتي بنسټونو څخه شخصي استفاده د اسلامي اخلاقو خلاف کار دی.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د جمهوري نظام له سقوط وروسته، کله چې طالبان کابل ته ننوتل، د دولتي بنسټونو زیاتره ودانۍ د دغې ډلې چارواکو ونیولې او له هغو څخه یې د کورونو او استوګنځایونو په توګه کار واخیست. خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر ملاهبت الله هم دې موضوع ته پام کړی دی.
ملاهبت الله: دولتي ودانۍ د استوګنځي په توګه مه کاروۍ
طرز پرس
25 سرطان 1403