افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي چې د دغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو نه ولاړېدل، ډپلماټیک اصول ته سپکاوی ده.
طرز پرس: د طالبانو یو استازی د پنجشنبې په ورځ، د وږي ۲۹مه، د اسلامي وحدت د ۳۸مې نړیوالې غونډې په مراسم کې چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون ترسره شو، د دغه هېواد ملي سرود ته له خپل ځایه پورته نه شو. حسن کاظمي قمي د پنجشنبې په شپه، خپل ټولنیزه ایکس پاڼه کې د طالبانو دغه کړنه وغندله او وویل چې د شریعت له مخې د موسیقۍ د منع کولو په پلمه د ډیپلوماتیکو اصولو درناوی نه کول، معنی نه لري. هغه زیاته کړه که داسې وای، نو د موسیقۍ اورېدل به هم منع وای.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو ډیپلومات په همدې اونۍ کې په پاکستان کې هم په یوه ورته غونډه کې د دې هېواد ملي سرود ته له خپل ځایه پورته نه شو. داهم په پاکستان کې پراخ غبرګونونه را وپارول. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه کړنه «ډیپلوماټیکه بې نزاکتي» وبلله؛ خو طالبانو په مقابل کې ويلي چې ملي سرود ته د موسیقۍ د شتون له کبله نه دي غوښتي چې له خپل ځایه پورته شي.
ایراني چارواکی: ملي سرود ته د طالبانو نه ولاړېدل، ډپلماټيک اصول ته سپکاوی ده
طرز پرس
30 سنبله 1403