د اروپا پارلمان د یوې پرېکړهلیک په صادرولو له طالبانو سره د ځینو هیوادونو لخوا د اړیکو عادي کول چې لا یې نومونه نه دي اخیستل شوي، وغندل او د دې ډلې د چارواکو پر وړاندې د نویو بندیزونو غوښتنه یې وکړه.
طرز پرس: د اروپا پارلمان «پنجشنبه د وږي ۲۹مه» په دې پرېکړهلیک کې همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د طالبانو کړنې د ښځو پر وړاندې په رسمي ډول د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژندل شي. د اروپا پارلمان غړو د افغانستان له ښځو سره د پیوستون اعلان وکړ او د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلاره یې په کلکو ټکو وغندله او دا یې غیر انساني وبلله.
په هغه پرېکړهلیک کې چې د اروپا پارلمان لخوا تصویب شوی، همدارنګه راغلي چې «افغان ښځې له اجباري ودونو، کم عمره ودونو او جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي.» د اروپا پارلمان په دې پرېکړهلیک کې داهم ویلي چې د فشار د یوې وسیلې په توګه کولی شي د طالبانو مهم غړي نړیوالې محکمې ته راکش کړي او له هغوی څخه د ښځو په وړاندې د سخت دریځۍ په اړه پوښتنې وکړي.
د اروپا پارلمان له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو موضوع محکوم کړه
طرز پرس
30 سنبله 1403