رینا امیری: زموږ لومړیتوب پر طالبانو فشار دی څو د ښځو پر وړاندې له مخربو سیاستونو لاس واخلي

طرز پرس

29 سنبله 1403

IMG_3648.PNG

د افغان ښځو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیری وایي چې د هغې لومړیتوب پر طالبانو فشار راوړل دي، څو د افغان ښځو پر وړاندې له «مخربو» سیاستونو لاس واخلي.
طرز پرس: مېرمن امیري د چهارشنبې ورځ ناوخته د وږي ۲۸ مه، پخپل اېکس پاڼه کې د یوې افغانې نجلۍ د ارمانونو یادونه وکړه چې غواړي ډاکتره شي، خو په افغانستان کې د تعلیمي بنسټونو د بندېدو له امله نه ده توانیدلې چې خپل دغې ارمان ته ورسیږي. مېرمن امیري وویل، دا د میلیونونو افغانو ښځو ارمان دی؛ خو په افغانستان کې د تحصیل حق ترې اخیستل شوی دی. نوموړي خپل اکس پاڼه کې په دغه ياددښت کې زیاته کړې: «موږ په ټوله نړۍ کې د افغان ښځو غږ یو.»
د افغان ښځو لپاره د متحده ایالاتو دغه ځانګړې استازې په دوام کې لیکلي چې د دوی لومړیتوب پر طالبانو د فشارونو زیاتول دي، ترڅو د ښځو پر وړاندې له خپلو «مخربو» سیاستونو لاس واخلي.