هرات کې د ټرافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي

طرز پرس

28 سنبله 1403

ادرسکن.jpg

له هرات ولایت څخه ځايي سرچینې وايي چې د دې ولایت د زاول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
سرچینې وایي چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د وږي ۲۸مه، د یو ۵۸۰ مسافر وړونکي بس او یو چټک موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د ځايي سرچینو په وینا، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي. تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا کورنۍ نور غړي هم لري یا ټول په دې پېښه کې وژل شوي دي. په هرات ولایت کې د طالبانو ځايي مسؤلینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.