طالبان او اسلام‌آباد ترمنځ د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي پر سر تازه ترېنګلتیا

طرز پرس

28 سنبله 1403

Foreign-Office-Spokesperson-Mumtaz-Zahra-Baloch.png

اسلام‌آباد د طالبانو د قونسل استازو لخوا د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې د کوربه هېواد ملي سرود ته سپکاوی د ډیپلماټیکو اصولو خلاف کار دی.
طرز پرس - د طالبانو د قونسل مشر محب‌الله شاکر نن په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د چارواکو په بلنه یوه غونډه کې ګډون وکړ؛ خو د غونډې په پیل کې د پاکستان ملي سرود ته له خپل ځایه پورته نه شو.
په هغه ویډیو کې چې له دې غونډې څخه خپره شوې ده، ښکاري چې محب‌الله شاکر او د هغه یو ملګری د پاکستان ملي سرود ته، له ځایه نه دي پورته شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ، د سې شنبې په ورځ، د وږي ۲۷مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی د طالبانو د دې کړنې په اړه خپل شدید اعتراضات بیانوي. هغې زیاته کړه: «زه به خپل اعتراض د افغانستان چارواکو ته په اسلام‌آباد او کابل کې ورسوم.»
له بلې خوا، په پېښور کې د طالبانو قونسلګرۍ د محب‌الله شاکر د دې کړنې په اړه سپیناوی ورکړی او ویلي یې دي چې د پاکستان ملي سرود له موسیقۍ سره غږول شوی و او له همدې کبله، د طالبانو جنرال قونسل نه غوښتل چې موسیقۍ ته درناوی وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ هم په افغانستان کې د موسیقۍ له امله د ملي سرود غږول منع کړي دي.» د طالبانو قونسلګرۍ ټینګار کړی چې: «که دا سرود پرته له موسیقۍ غږول شوی وای یا د ماشومانو لخوا اجرا شوی وای، جنرال قونسل به حتما درېدلی او لاس به یې په سینه ایښی وای.» په پېښور کې د طالبانو جنرال قونسل ډاډ ورکړی چې په ننني پېښه کې «د پاکستان یا د دې هېواد ملي سرود ته د سپکاوي موضوع مطرح نه وه.»